د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش د طالبانو لخوا د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د توپیري چلندونو په اړه چې د دوی د ژوند په ټولو اړخونو کې اغېزې لري، ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده. د هغه د ویاند سټیفن دوجاریک له خوا د سپټمبر په ۶ مه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ښځو د عامه ژوند، ښوونې او روزنې او کار په ډګر کې د بشپړ ګډون محدودیتونه د دوی بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کوي.
د ګوتیریش په وینا، دغه محدودیتونه د افغانستان د اقتصادي پرمختګ، ثبات او نړیوالې ټولنې کې د دې هېواد د بیا ادغام لپاره یو مهم خنډ دی. په خبرپاڼه کې د سپټمبر اومې ته اشاره شوې چې یو کال پوره کیږي چې افغان ښځې په ټول هېواد کې د ملګرو ملتونو دفترونو ته له لاسرسي څخه منع شوې دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي یادونه کړې چې دغه بندیزونه د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور سره په ټکر کې دي، چې له امله یې د دې سازمان وړتیا د افغان ولس لپاره د ژوند ژغورنې او نورو مرستو په برخه کې کمزوري شوې ده.
ګوتیریش د طالبانو له واکمنو چارواکو غوښتنه کړې چې پر ښځو او نجونو لګول شوي ټول بندیزونه لیرې کړي او د افغاني ټولنې په ټولو برخو کې د دوی حقونه په بشپړه، مساوي او اغېزمنه توګه خوندي کړي. د هغه په وینا، د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب لپاره باید جدي ګامونه واخیستل شي، ځکه چې د افغان ټولنې پرمختګ د دوی په ګډون پورې تړلی دی.
موضوع: د طالبانو لخوا د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې بندیزونه
سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS