د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ سینټکام په تازه اعلان کې ویلي چې د عمان په خلیج کې یې د ایران پنځه تیل وړونکې بیړۍ ویجاړې کړې دي. دا بریدونه وروسته له هغه ترسره شول چې د ایران سپاه پاسداران ځواکونو په تیرو دوو ورځو کې د امریکا د سمندري ځواک دوه بیړۍ په نښه کړې، خو د دې بریدونو له امله زیان نه دی رسیدلی.

سینټکام په یوه خبرپاڼه کې د ویجاړو شوو بیړیو نومونه هم یاد کړي، چې په کې «کاویز»، «چارمینار»، «هورایزن ۱»، «ریسکو» او د ایران د خارک ټاپو ته نږدې «دریا» شامل دي. د دې بیړیو ویجاړول د ایران د تېلو د یوې څو میلیارد ډالري شبکې برخه ګڼل کیږي، چې ادعا کېږي د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو او د هغوی د متحدینو لپاره مالي سرچینې برابرولې.

په دې ترڅ کې، ایران د دغو بریدونو په غبرګون کې د اردن په لور د امریکا پوځي اډه په نښه کړې ده. د اردن چارواکو خبر ورکړی چې ایران تېره شپه ۲۰ بالستیک توغندي توغولي، چې له دې جملې ۱۸ یې د هوايي مدافعې سیسټمونو له خوا شنډ شوي، خو دوه نور توغندي پر هغو سیمو ولګیدل چې هلته څوک نه و.

د دې بریدونو په اړه تر اوسه د مرګ ‌ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی. په عین حال کې، سپاه پاسداران ځواک ادعا کړې چې د امریکا پر دوو جنګي بېړیو او په اتو نورو تیل وړونکو بیړیو یې بریدونه کړي او درانه زیانونه یې ور اړولي، خو دا ادعا تر اوسه په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.

موضوع: امریکا د ایران تیل وړونکې بیړۍ ویجاړې

سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS

خبر شریک کړئ