یو شمېر افغان ښځو، چې د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ هم ورسره وه، د جنوبي افریقا له ولسمشر سیریل رامافوسا سره په یوه لیدنه کې د طالبانو له لوري د جنسیتي اپارتاید پر وړاندې د مبارزې غوښتنه وکړه.
دغه لیدنه د جنوبي افریقا په تشوان ښار کې د "ښځو ورځې" د لمانځغونډې په ترڅ کې ترسره شوه. د جنوبي افریقا حکومت په یوه پیغام کې ویلي، چې ملالې یوسفزۍ او د افغان ښځو استازو په دې غونډه کې د طالبانو له لوري د جنسیتي اپارتاید پر وړاندې د مبارزې پر اړتیا ټینګار وکړ.
شکردخت جعفري، چې د سرطان د وړانګو د درملنې د دوز معلومولو وسیلې اختراع کوونکې او د "پل آموزش برای افغانستان" بنسټ ایښودونکې ده، هم په دې غونډه کې ګډون کړی و. هغې د غونډې په اړه په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي، چې افغان ښځو د جنوبي افریقا له ولسمشر څخه د "عملي ملاتړ" غوښتنه وکړه.
جعفري زیاته کړې، چې دوی له ولسمشر رامافوسا غوښتنه وکړه، څو افغان نجونو ته تحصیلي بورسونه ورکړي او د "پل آموزش برای افغانستان" له لوري ورکول شوي آنلاین تعلیمي اسناد په رسمیت وپېژني.
ملالې یوسفزۍ هم د جنوبي افریقا د ولسمشر له همدردۍ او تعامل څخه مننه کړې او ویلي، چې افغان ښځې د جنسیتي اپارتاید د بشریت ضد جرم په توګه د په رسمیت پېژندلو غوښتنه کوي. هغې د طالبانو د ښځو پر وړاندې د تګلارو په اړه اندیښنه څرګنده کړه او وویل، چې افغانستان د طالبانو د واکمنۍ پنځم کال ته نږدې دی، په داسې حال کې چې د ښځو پر حقونو سخت محدودیتونه لګول شوي دي.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، ښځې او نجونې له شپږم ټولګي پورته زدهکړو او د ډېرو دندو منع شوې دي. همداراز د ښځو پر سفر، روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی او نورو شخصي چارو کې هم سخت محدودیتونه لګول شوي دي. افغان ښځو د بشري حقونو فعالانو او نړیوالو بنسټونو سره په خبرو کې د طالبانو دغه تګلارې د "جنسیتي اپارتاید" په توګه په رسمیت وپېژندلو غوښتنه کړې ده.
موضوع: د افغان ښځو د حقونو لپاره مبارزه
سرچینه: روزنامه اطلاعات روز پښتو