د افغاناېوک سازمان مشر، شاون ونډایور، ویلي چې د امریکا د پنسیلوانیا ایالت د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې په یوه توقیف ځای کې شاوخوا ۳۰ افغانان د لوېزیانا ایالت ته د لیږدولو او د نومبر په لومړیو کې د امریکا څخه د ایستلو خبر ترلاسه کړی دی. ونډایور دا معلومات د پنجشنبې په ورځ ناوخته، د تلې په ۲۳مه، پر خپله اېکسپاڼه خپاره کړل.
تر اوسه د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې یا د کورني امنیت وزارت د دې ادعا په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی. افغاناېوک د دې افغانانو د نیول کېدو او د احتمالي اخراج لاملونو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
د «سيبياېس نیوز» راپور له مخې، په اګسټ میاشت کې د دولتي اسنادو پر بنسټ، یو شمېر افغانان او د نورو هېوادونو اتباع له امریکا څخه افریقایي هېوادونو ته لیږدول شوي، حال دا چې دغه هېوادونه د هغوی اصلي هېوادونه نه و.
په ۲۰۲۶ کال کې د امریکا څخه د ایستل شویو افغانانو دقیق شمېر معلوم نه دی، خو د سپټمبر په میاشت کې ۴۷ کلنه افغانه نذیره حاجيزاده، چې د دایمي هستوګنې سند یې درلود، له امریکا څخه وایستل شوه. د امریکا عدلیې وزارت هغې ته تور لګولی و چې د خپلې کورنۍ د غړو له یوې طرحې ملاتړ کړی و، چې غوښتل یې د ۲۰۲۴ کال د انتخاباتو په ورځ د داعش ډلې په الهام یو برید ترسره کړي.
مېرمن حاجيزاده منلې چې د امریکا د قوانینو له مخې د «بهرنیو ترهګرو» په ډله کې راځي او له امریکا څخه د ایستلو د حکم پر وړاندې یې اعتراض نه دی کړی.
موضوع: افغان کډوال د امریکا له توقیف ځای څخه اخراج
سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS