یو شمېر افغان کډوال چې په اروپا او کاناډا کې ژوند کوي، وایي چې د خپلو کورنیو لپاره د پیسو لېږل او په کوربه هېوادونو کې د ژوند د لګښتونو لوړوالی، د دوی لپاره سخت اقتصادي او رواني فشارونه رامنځته کړي دي. دوی وایي چې ځوانان اړ دي چې د خپلو کورنیو د ملاتړ لپاره سخت کار وکړي.

جاوېد، چې په جرمني کې ژوند کوي او په یوه لوجستیکي شرکت کې کار کوي، وایي چې د اروپا د ژوند لوړو لګښتونو سره سره، ځوان کډوال باید د خپل عاید یوه لویه برخه خپلو کورنیو ته واستوي. هغه زیاتوي: "دلته ځوانان اړ دي چې هره ورځ له اتو تر ۱۰ ساعتونو پورې کار وکړي. که یو څوک په میاشت کې ۱،۷۰۰ یا ۱،۸۰۰ یورو عاید ولري او زر یورو یې خپلې کورنۍ ته واستوي، بیا هم ورته وایي چې دا کمې دي."

تانیا، چې په کاناډا کې مېشتې افغانه کډواله ده، وایي چې د کور کرایه، مالیات او نور لګښتونه د کډوالو د عاید یوه لویه برخه مصرفوي. هغې وویل: "کله چې ته په بهر کې کار کوې، نو اړ یې چې د کور کرایه، د موټر مالیه، او د برېښنا بلونه هم ورکړې."

په افغانستان کې ځینې کورنۍ وایي چې د کاري فرصتونو نشتوالی او کافي عاید نه درلودل، دوی د بهر مېشتو خپلوانو مرستو ته اړ کړي دي. یوه افغانه چې نه‌یې غوښتل نوم یې یاد شي، وایي: "زموږ تره له بهر څخه موږ ته پیسې رااستوي. که دا مرسته موږ ته ونه‌رسېږي، د ژوند اړتیاوې برابرول به راته ډېر ستونزمن شي."

اقتصادي کارپوه اذرخش حافظي وایي چې د بهر مېشتو افغانانو له‌خوا هر کال د ۲.۷ تر ۳.۵ میلیاردو ډالرو پورې پیسې افغانستان ته لېږل کېږي. دغه پیسې د کورنیو د ملاتړ او د ژوند د اړتیاوو د پوره کولو لپاره مهمې دي. د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په وینا، په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۷۴ سلنه افغانانو د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نه‌درلود. دا وضعیت د کډوالو لپاره د خپلو کورنیو ته د پیسو لېږلو اهمیت لا زیاتوي.

موضوع: افغان کډوال د پیسو لېږل

سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports

خبر شریک کړئ