د روغتیا نړیوال سازمان په تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د پولیو د وحشي ویروس (ډبلیو پي وي۱) څلور نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. دې پېښو کې دوه په هرات او یوه یوه په پکتیکا او کندهار کې موندل شوې دي. د راپور له مخې، د هرات په شینډنډ او ادرسکن ولسوالیو، او د پکتیکا په ډیله او د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې دغه پېښې ثبت شوي دي.

متخصص ډاکتران ټینګار کوي چې د دې نوو پېښو په رڼا کې د واکسین پروګرامونه باید لا ګړندۍ او پراخ شي. د کوچنیانو متخصص ډاکتر غلام حیدر رفیقي، چې د یونیسف او د روغتیا نړیوال سازمان سره یې کار کړی، وايي چې د عامه پوهاوي کموالی هم د دې پېښو د زیاتوالي لامل دی. هغه زیاتوي چې باید د ماشومانو لپاره د واکسین ټول دورې ترسره شي.

ډاکتر رفیقي د روغتیايي کارمندانو او خلکو څخه غوښتنه کوي چې د پولیو د ویروس د مخنیوي لپاره همکاري وکړي. هغه وايي، "فقط دا باید وکړو چې (ماشومانو) ته د ټولو دورو واکسین ترسره شي. موږ باید د دې ویروس مخنیوی وکړو، ځکه چې یوازې افغانستان او پاکستان د دې ویروس سره مخ دي."

هغه همدارنګه د حفظ الصحې او پاکو اوبو موجودیت ته اشاره کوي او وايي چې دا د پولیو د له منځه وړلو لپاره ضروري دي. د پولیو د ویروس د نويو پېښو له اعلان څو ورځې مخکې، په افغانستان کې د پولیو ضد واکسین کمپاین ترسره شو، چې هدف یې د ماشومانو واکسین کول و.

سږکال په افغانستان او پاکستان کې د پولیو ویروس ۲۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د روغتیا نړیوال سازمان وايي، چې د پولیو د ویروس مخنیوی یوازې د واکسین له لارې ممکن دی.

موضوع: د پولیو مثبتې پېښې په افغانستان کې

سرچینه: Azadi Radio Pashto Reports

خبر شریک کړئ