قزاقستان له تېر سپتمبر راهیسې، افغانستان ته ۲.۴ میلیون تُن غله صادر کړې ده.

د دې هېواد د زراعت وزارت وایي چې د قزاقستان غلې د افغانستان لپاره صادرات په تېر کال کې د همدې وخت په پرتله ۵۷ سلنه زیات شوي دي.

د تېر کال د اکتوبر په میاشت کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو د بندیدو وروسته، افغان سوداګرو د آسیای میانه او ایران بندرونو ته مخه کړې ده.

اوس مهال، د خوراکي توکو او سون توکو زیاتره مواد له آسیای میانه هېوادونو افغانستان ته واردیږي.

په دې حال کې، د تېرې میاشتې په ترڅ کې د طالبانو د حکومت د تجارت او صنعت وزارت ویلي وو چې د یوراسیا اقتصادي اتحادیه، چې له روسیې، قزاقستان، بلاروس، ارمنستان او قرغیزستان څخه جوړه شوې، د سوداګرۍ د اسانتیا او ګمرکي موانعو د کمولو لپاره د افغانستان د صادراتو لپاره ځانګړي تعرفې ټاکلي دي.

سرچینه: Azadi Radio جهان

خبر شریک کړئ