د رویترز خبري اژانس راپور ورکړی چې په افغانستان کې د «اچ‌آی‌وی ایدز» نوې پېښې زیاتې شوې دي. د دې راپور له مخې، چې د ۲۴ سنبله په ورځ خپور شوی، له مارچ ۲۰۲۵ څخه تر سپتمبر ۲۰۲۶ پورې، لږ تر لږه ۲۸۶ نوې پېښې ثبت شوې دي. له دې جملې څخه، ۸۶ پېښې یوازې په تېرو پنځو میاشتو کې تشخیص شوې دي.

راپور ښیي چې د درملنې مرکزونو کمښت او د ټولنې شرم د دې ناروغۍ د مخنیوي او کنټرول لپاره مهمې ستونزې دي. د ملګرو ملتونو د پرمختیا پروګرام له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۱۳ زره کسان د «اچ‌آی‌وی» ناروغۍ سره مخ دي. د دې ادارې په وینا، په افغانستان کې د «اچ‌آی‌وی» د خپرېدو کچه له یو سلنې کم ده، مګر د مخدره موادو کاروونکو، بندیانو او جنسي کارګرو ترمنځ ډیرې پېښې ثبت شوې دي.

د ملګرو ملتونو د پرمختیا پروګرام په ۱۹ سنبله په خپل اکس پاڼه کې اعلان وکړ چې له اپریل څخه تر جون ۲۰۲۶ پورې، ۱۰٬۸۴۳ کسان د نړیوال صندوق د «اچ‌آی‌وی»، سل او مالاریا د مبارزې پروژې له لارې د «اچ‌آی‌وی» د مخنیوي، تشخیص او درملنې خدماتو ته لاسرسی موندلی دی.

«اچ‌آی‌وی» یو ویروس دی چې د وینې، د ناروغ سره د جنسي اړیکو، او د ځینو ګډو وسایلو په کارولو سره له یوه شخص څخه بل ته انتقالیږي. د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي او درملنې خدماتو ته اړتیا ده، ترڅو د دې ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیول شي.

موضوع: په افغانستان کې د «اچ‌آی‌وی ایدز» ناروغۍ زیاتوالی

سرچینه: Azadi Radio افغانستان

خبر شریک کړئ