په اسلام اباد کې د امریکا سفارت خبر ورکړی چې د پاکستاني چارواکو په همکارۍ یې د ۲۱ ملیونه ډالرو په ارزښت شاوخوا ۴۶۳ کیلوګرامه کرسټال مېتامفیتامین یا «شیشه» مخدر مواد کشف او ضبط کړي دي. د امریکا سفارت د پنجشنبې په ورځ، پر خپله ایکس پاڼه کې وویل چې دا مواد د افغانستان څخه سرچینه اخیستې او ټاکل شوې وه چې له پاکستان څخه سریلانکا ته ولېږدول شي.
د خبرپاڼې له مخې، د پاکستان د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د اګست له ۱۴مې تر ۲۹مې پورې د کراچۍ په بندر کې څو مشکوک کانټینرونه وپېژندل. دا عملیات د پاکستان او سریلانکا د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارو او په نوي ډیلي کې د امریکا د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې د دفتر په همکارۍ ترسره شوي دي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د دې موادو له افغانستان سره د تړاو ادعا رد کړه. هغه د جمعې په ورځ په خپله ایکس پاڼه کې څرګنده کړه چې په افغانستان کې د نشهيي توکو تولید، قاچاق او استعمال منع دي او دغه هېواد د مصنوعي نشهيي توکو د تولید ظرفیت نه لري.
بلخي همدارنګه غوښتنه وکړه چې د یادې محمولې د اصلي سرچینې په اړه پلټنه وشي. دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې د دفتر د ۲۰۲۵ کال راپور ښيي چې په افغانستان کې د کوکنارو کرکیله او د تریاکو تولید کم شوی، خو د «شیشې» یا مصنوعي نشهيي توکو تولید او کشف زیات شوی دی.
موضوع: د مخدره توکو قاچاق او نیول
سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS