د اروپايي ټولنې د ملکي خوندیتوب او بشري مرستو څانګه په تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د ښوونځي عمر شاوخوا نیمايي ماشومان له زده‌کړو بې برخې دي، چې شمېر یې میلیونونو ته رسېږي.

د دې ادارې په وینا، په دې ماشومانو کې شاوخوا یو میلیون نجونې شاملې دي چې د طالبانو حکومت د نجونو پر زده‌کړو د لګېدلو محدودیتونو له امله ښوونځیو ته نه شي تللی.

د اروپايي ټولنې د ملکي خوندیتوب او بشري مرستو څانګه همدارنګه یادونه کړې چې ګڼ شمېر نور ماشومان د ښوونځیو د لارو د اوږدوالي، د ترانسپورتي او مواصلاتي لارو د نامناسب وضعیت او سختو هوايي شرایطو له امله هم له زده کړو محروم دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) هم په دې اړه څو ځله څرګندونې کړې چې په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو د حکومت د محدودیتونو له امله شاوخوا ۲.۶ میلیونه نجونې د زده‌کړو له دوام څخه بې برخې شوې دي.

د اروپايي ټولنې راپور د دې حقیقت څرګندونه کوي چې د افغانستان په تعلیمي نظام کې جدي ستونزې موجودې دي، چې د ماشومانو د زده‌کړو پر مخ خنډونه رامنځته کوي.

موضوع: افغانستان کې د ماشومانو زده‌کړې

سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS

خبر شریک کړئ