اطلاعات روز: په لغمان کې د طالبانو سیمهییز چارواکي وایې چې د دې ولایت اړوند د کابل ـ جلال اباد پر لویه لار په ترافیکي پېښه کې یو تن مړ او اووه تنه نور ژوبل شوي دي.
د لغمان د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند یونس یوسفزی وایې چې دا پېښه نن (جمعه، ٩ د لېندۍ) د کابل ـ جلال اباد پر لویه لاره د«مشالې کمر» سیمه کې د کرولا او ټوډي ډوله موټرو ترمنځ شوې.
د نوموړي په وینا،د پېښې ټپیان پر وخت د ننګرهار سیمهییز روغتون ته لیږدول شوي او ډاکټرانو یې روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ بللی دی.
د کابل ـ جلال اباد لویه لاره د هیواد یوه له هغو لارو ګڼل کیږي چې ډير کله پرې ترافیکي پېښې رامنځته کیږي.
د موټر چلوونکو ګړندی تګ، د ټرافیکي قوانینو نه مراعات کول، د سړکونو خرابوالی او په دې وروستیو کې د پاکستان لاس موټرو ته د«لنډمهاله»اسنادو ورکړه هغه لاملونه دي چې ډير کله یې له کبله ترافیکي پېښې رامنځته کیږي.
The post لغمان کې د ټرافیکي پېښې له امله اتو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې appeared first on اطلاعات روز پشتو.