د افغانستان په اړه د دوحې څلورمه غونډه جوړېږي

اطلاعات روز: د قطر د بهرنیو چارو وزارت په دوحه کې د افغانستان په اړه د هیوادونو د ځانګړو استازو د څلورمې غونډې د جوړېدو خبر ورکړی دی.





په سیاسي او سولییزو چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې رزماري ډي کارلو په دې تړاو په ملګرو ملتونو کې د قطر له دایمي استازې علیاء احمد بن سیف ال ثاني سره په نیویارک کې خبرې کړې دي.





د قطر د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې چې نن (چهارشنبه، ۹ د لړم) خپره شوې، راغلي چې په دې لیدنه کې د قطر د دولت او د سولې او سیاسي چارو د وزارت ترمنځ پر ګډو همکاریو او همدا راز په منځني ختیځ کې پر وروستیو بدلونونو خبرې شوې دي.





د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دې هیواد دایمي استازې او د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د مرستیالې ترمنځ په لیدنه کې د افغانستان په تړاو په دوحه کې د هیوادونو د ځانګړو استازو د درېیمې غونډې پرمهال د راجوړې شوې مثبتې فضا څخه ګټې اخیستنې ته اشاره کړې او څلورمې غونډ ې ته یې د هغه د پراختیا پر ارزښت ټینګار کړی چې په دوحه کې به جوړېږي.





ملګرو ملتونو تر اوسه د دې غونډې د جوړېدو نېټه نه ده ښودلې.





د هیوادونو د ځانګړو استازو درېیمه غونډه د جون میاشتې پر ۳۰مه او جولای پر لومړۍ نېټه په دوحه کې جوړه شوه. په دې غونډه کې د افغانستان د مدني ټولنې استازو او ښځو حضور نه درلود او د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د طالبانو د پلاوي په مشري په غونډه کې ګډون کړی و.


The post د افغانستان په اړه د دوحې څلورمه غونډه جوړېږي appeared first on اطلاعات روز پشتو.