د غزې جګړه؛ "مایکروسافټ باید بښنه وغواړي او تاوان راکړي"

د غزې جګړه؛
د کمپيوټري پروګرامونو نړیوال شرکت مایکروسافټ یوه بیان کې ویلي وو د ټولو هغو فلسطیني وګړو اکونټونه یې تړلي چې د دې کمپنۍ د چوپړونو له شرایطو یې سرغړونه کړې وه. خو کله چې بي بي سي د مایکروسافټ کمپنې د دې ګام په اړه رپوټ خپور کړ د دې کسانو اکونټونه بېرته فعال شول.
د مایکرو سافټ یوه ویاند بي بي سي ته وویل، داخلي څېړنو وښودله چې دا اکونټونه د هغه خبرداري پایله کې تړل شوي وو، چې د جعلکارۍ په اړه ورکړل شوی وو خو ده وویل لا نورو څېړنو کې معلومه شوه، چې د جعلکارۍ خبرداری بې بنسټه وو.