په کورمه کې د ۴۳ کسانو له وژل کېدو وروسته د دواړو خواو تر منځ اوربند شوی

په کورمه کې د ۴۳ کسانو له وژل کېدو وروسته د دواړو خواو تر منځ اوربند شوی
د خيبرپښتونخوا په کورمه کې د ځمکې پر سر د دوو ډلو تر منځ له فرقه يي شخړې وروسته اوربند شوی دی. د چارواکو په وينا دغه شخړه چې د شاوخوا ۳۰ جريبه ځمکې پر سر د شیعه ګانو او سنيانو د دوو کورنيو تر منځ راپورته شوې وه، وروسته يې فرقه ييزه بڼه غوره کړه او د کورمې بېلابېلو سيمو ته وغځېده.