اطلاعات روز: د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی دی چې په خوست کې يې نهه تنه د غلا، نامشروعو اړیکو، فریبکارۍ، رشوت او شراب پلورلو په تور په عام محضر کې په درو وهلي دي.
د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې ويل شوي چې دا کسان په خوست کې د طالبانو د ښاري محکمې له لوري له ۳۴ څخه تر ۳۹ درو وهل شوي او له شپږ میاشتې څخه تر درو کلو په زندان محکوم شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د دې افرادو د درو وهلو امر نن (پنجشنبه، ۱۱ د زمري) په یو لړ مراسمو کې په عام محضر کې پلی شو.
طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته يو ځل بيا په عام محضر کې په درو وهل او قصاصول پيل کړي دي.
د بشري حقونو نړیوال بنسټونه بدني مجازات او اعدام د نړیوالو قوانینو او انساني کرامت خلاف بولي او د درېدو غوښتنه یې کوي.
The post طالبانو په خوست کې نهه تنه په درو وهلي appeared first on اطلاعات روز پشتو.