د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په ۲۲م جون په ملک کې د ترهګرۍ او توندروۍ پرضد د عزمِ استحکام په نوم د نوو عملياتو منظوري ورکړې ده خو د ملک بیلابیلو سیاسي ګوندونه اؤ مدني ټولنې ددې عملیاتو په کلکه مخالفت کوي اؤ دریځ لري چې د پوځي عملیاتو پځای دې ریاست د ترهګرو ډلو سره د پټو معاملو نه لاس واخلي