اطلاعات روز: پاکستان راډيو د پاکستاني پوځ په وينا ويلي چې د پاکستان د خيبر پښتونخوا ایالت په بنو ښار کې يې پر پوځي قرارګاه بريد ناکام کړی او د لسو بریدګرو له وژل کېدو سره-سره اته پاکستاني پوځيان هم وژل شوي دي.
تېره ورځ (دوشنبه، ۲۵ د چنګاښ) سهار وختي راپورونه ورکړل شول چې په بنو کې پر پوځي قرارګاه دوه ځانمرګي بريدونه ترسره شوي دي او تر دې بريدونو وروسته ټوله ورځ د پاکستاني پوځ او بريدګرو تر منځ توده جګړه روانه وه.
د پاکستاني طالبانو حافظ ګل بهادر ډلې د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دې بريد مسووليت ومانه او ويلي يې و چې تر بريد وروسته يې سيمې ته خپل نور نښته ویشتونکي (سنایپرز) هم لېږلي دي، تر څو له هغو جنګياليو سره مرسته وکړي چې په پوځي قرارګاه کې دننه له پاکستاني پوځ سره په جګړه اخته وو.
د پاکستان د پوځ رسنيزې څانګې نن د يوې اعلاميې په خپرولو سره په دې بريد کې د خپلو اتو پوځيانو وژل کېدل او پوځي قرارګاه ته زیان اوښتل منلي او ادعا يې کړې چې په برياليتوب سره يې د يوه ستر بريد مخه نيولې او په جګړه کې يې ټول لس بريدګر وژلي دي.
پاکستاني پوځ په خپله اعلاميه کې ويلي چې دا بريد د حافظ ګل بهادر ډلې له لوري ترسره شوی چې له افغانستان څخه فعالیت کوي او په پاکستان کې د بريدونو لپاره افغان خاوره کاروي.
د پاکستاني پوځ په وينا چې پاکستان دا موضوع په ځلونو دا موضوع د «افغانستان له موقت حکومت» (طالبانو) سره مطرح کړې او ورته ويلي يې دې چې د پاکستان پر خلاف د افغان خاورې د کارېدو مخه دې ونيسي. پاکستاني پوځ زياته کړې چې دوی به د داسې بريدونو د مخنيوي لپاره چې د افغانستان خاوره پکې کارېږي، سخت اقدامات وکړي.
بل لور ته په افغانستان کې واکمنو طالبانو په پر له پسې توګه د پاکستان دا ادعاوې رد کړې دي او ويلي يې دې چې پاکستان دې په امنيت ساتنه کې د خپلې ناکامۍ پړه پر نورو نه اچوي.
د ۲۰۲۲ ميلادي کال په نومبر کې د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) تر منځ د اوربند تر پای ته رسېدو وروسته په دې هيواد کې بريدونه زيات شوي او د پاکستان حکومت په افغانستان کې د طالبانو حکومت تورنوي چې په خپله خاوره کې يې ټي ټي پي ته پټنځایونه ورکړي او د هغو ملاتړ کوي.
The post د پاکستان په بنو کې پر پوځي مرکز په بريد کې اته پاکستاني پوځيان وژل شوي appeared first on اطلاعات روز پشتو.