ټرمپ رسماً د ولسمشرۍ لپاره د جمهوریپال ګوند د نوماند په توګه اعلان شو

ټرمپ رسماً د ولسمشرۍ لپاره د جمهوریپال ګوند د نوماند په توګه اعلان شو
د امریکا پر پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ له وژونکي برید دوې ورځې وروسته نوموړی ولسمشریزو ټاکنو ته د جمهوريپال ګوند د رسمي نوماند په توګه اعلان شو. د جمهوريپالو ملي کنوانسیون به د څلورو ورځو لپاره د ویسکانسن په ملواکي کې روان وي. ډونلډ ټرمپ وتوانېد چې د ټاکنیزو کمېسیونونو د ۲۳۸۷ رایو په ترلاسه کولو د دغه ګوند نوماندي وګټي. د اوهایو سناتور جي ډي وانس هم د ښاغلي ټرمپ د مرستیال په توګه اعلان شوی.