غزه کې د بې‌ځایه شویو پر یوه کمپ د اسرائیلو بمبارۍ ۲۹ تنه وژلي

غزه کې د بې‌ځایه شویو پر یوه کمپ د اسرائیلو بمبارۍ ۲۹ تنه وژلي
د غزې په سوېل کې ډاکټران وايي، د بې‌ځایه شویو خلکو پر یوه کمپ د اسرائیلو په یوه هوايي برید کې لږ تر لږه نهه ویشت کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. په خان یونس کې د النصر روغتون ډاکټرانو ویلي چې برید په ابسان کې له العوده ښوونځي بهر پر خیمو شوی.
اسرائیل ادعا کړې چې د حماس د پوځي څانګې یوه برخه يې په نښه کړې خو په دې پېښه کې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې راپورونه څېړي.