بي‌بي‌سي ته ځینو افغان ښځو تائید کړې چې معاش یې ۵ زره افغانۍ ته ټیټ شوی

بي‌بي‌سي ته ځینو افغان ښځو تائید کړې چې معاش یې ۵ زره افغانۍ ته ټیټ شوی
په داسې حال کې چې د طالبانو د مشر د حکم پر بنسټ په افغانستان کې د کارکوونکو ښځو د تنخوا کمېدو په اړه ناڅرګندتیا لا نه ده روښانه شوې، یو شمېر کارکوونکو مېرمنو بي بي سي ته تائید کړه، چې د دوی معاشونه هم پنځه زره افغانیو ته راټیټ شوي دي.
يوې ښځينه کارکوونکې، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي بي‌بي‌سي ته وويل، چې د دوى د تنخوا اسناد د پخوانيو اصولو پر بنسټ ماليې وزارت ته استول شوي وو، خو بېرته رد شول.
دوی ته ویل شوي، چې د دوی د دفتر د ټولو ښځینه کارکوونکو تنخوا یوه اندازه یعنی ۵۰۰۰ افغانۍ شوې ده.