د اپل مصنوعي ځېرکتیا څه شی ده او دا به ایفونونه څنګه بدل کړي؟

د اپل مصنوعي ځېرکتیا څه شی ده او دا به ایفونونه څنګه بدل کړي؟
د ټیکنالوژۍ په نړۍ کې د مصنوعي ځېرکتیا مخ په زیاتېدونکې غوښتنې په پام کې نیولو سره، د ټیکنالوژۍ لوی شرکت اپل غواړي خپل غږیز ملاتړی "سري" او عملیاتي سیسټم د مصنوعي ځېرکتیا اې ای سره مدغم کړی، چې د مصنوعي ځېرکتیا په برخه کې مخ ته لاړ شي. په دې اړه، اپل د مصنوعي ځېرکتیا پلیټ فارم چټ جي پي ټي فیچر په ایفونونو کې له "سري" سره یو ځای کړی دی.
د ایفون جوړونکي اپل شرکت د دوشنبې په ورځ د خپلې پراختیايي کلنۍ نندارې پر مهال له ډېرو نورو نویو ځانګړتیاو سره د سري بدلون اعلان وکړ. اپل دغه اې ای سیسټم ته (اپل ځېرکتیا )نوم ورکړی او موخه یې کاروونکو ته د اپل وسایل په اسانۍ کارول بللي دي.