د افغان نجونو پر ثانوي تعلیم د بندیز تاوانونه څه دي؟ - بي بي سي پښتو، نړۍ دا وخت

ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې د طالبانو لخوا له شپږم ټولګې پورته د نجونو پر تعلیم بندیز، چې دا اوونۍ یې زر ورځې پوره کېږي، دغه هېواد لپاره بدې اوږدمهاله پایلې لري. د بېلګې په توګه، د ثانوي تعلیم بندیز له امله ښآيي په کوچنیوالي کې ودونه ۲۵ فیصده ډېر شي، په کم عمر کې د مور کېدو او ماشوم زېږون کچه به تر ۴۵ فیصدو ډېره شي، او د میندو مړینې خطر به تر پنځوسو فیصدو ته پورته شي. د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې دمګړۍ په افغانستان کې یو عشاریه یو میلیون نجونې منځنی یا ثانوي تعلیم نه کوي او څه باندې سل زره بيا پوهنتونونه ته نشي تللی.
#bbcpashto #bbcpashtotv #bbcnaraydawakht






Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto