اطلاعات روز: د بريکس د غړو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د يوې ګډې اعلاميې له لارې د طالبانو تر حاکميت لاندې افغانستان کې د «پام وړ او تايید شويو» اقداماتو غوښتنه کړې تر څو ډاډ تر لاسه شي چې د دې هيواد خاوره د ترهګرو له لوري نه استفاده کېږي.
دا اعلاميه چې پرون (دوشنبه، ۲۱ د غبرګولي) د روسيې په نيژني نووګورود کې د بريکس د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې خپره شوې، د سيمهييز امنيت او ثبات د پياوړتيا لپاره په افغانستان کې د بېړنۍ سولييزې حل لارې پر اړتيا پکې ټينګار شوی.
د بريکس د بهرنيو چارو وزيرانو د خپلواک، متحد او سولييز افغانستان ملاتړ کړی چې له تروريزم، جګړې او نشيي توکو خلاص وي.
دوی «په افغانستان کې د پام وړ او تاييد وړ اقداماتو غوښتنه کړې تر څو ډاډ تر لاسه شي چې د افغانستان خاوره د ترهګرو له لوري نه کارېږي».
د بريکس د بهرنيو چارو وزيرانو د افغانستان خلګو ته د بېړنيو او بې ځنډه بشري مرستو د وړاندې کولو پر اړتيا او د ښځو، نجونو او بېلابېلو قومونو په شمول د ټولو وګړو د حقونو پر ساتنې ټيڼګار کړی دی.
د بريکس د بهرنيو چارو وزيرانو د سيمهييزو پلټفارمونو او د افغانستان د ګاونډيو هيوادونو پر لومړني رول او اغېز ټينګار کړی او د افغانستان د [ستونزې] د حل و فصل کولو لپاره يې د دې پلټفارمونو د هڅو او سيمهييزو نوښتونو هرکلی کړی دی.
د بريکس د غړو هيوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو غونډه تېره ورځ د روسيې په نيژني نووګورود کې پرانيستل شوه.
ايران، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، مصر، ايتوپيا، برازيل، هند، سويلي افريقا او چين د بريکس غړي هيوادونه دي.
The post د بريکس د بهرنيو چارو وزيرانو له تروريزم سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو له لوري د «پام وړ» اقداماتو غوښتنه کړې appeared first on اطلاعات روز پشتو.