سوات: ټرېفیکي پېښه کې لږ تر لږه څلور کسان مړه شوي

سوات: ټرېفیکي پېښه کې لږ تر لږه څلور کسان مړه شوي
کراچۍ ‏ — د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سيمې سوات کې په يوه ټرېفکي پېښه کې لږ تر لږه څلور کسان مړه او څلور نور ژوبل شوي دي، د رېسکيو ‏‎1122‎‏ او پوليس ‏ترمخه پېښه په رکشه کې د اور لګېدو له امله شوې، رکشه غورځېدلې او سواره کسان پکې د اور د لاسه مړه شوي او ژوبل شوي دي.‏


د ژغورنې ادارې (رېسکيو 1122) او پوليسو په وينا پېښه د سوات د مټې تحصيل په کالاکوټ نومې علاقه کې شوې ده.‏


په سوات کې د ژغورنې ادارې (رېسکيو 1122) ویاندې شفيقه ګل وي او اې ډيوه ته وويل، دوی ته خواوشا په دوه بجې د پېښې خبر ترلاسه شوی او بيا یې ‏کارمندان موقعې ته رسېدلي، مړي او ژوبل یې روغتونونو ته منتقل کړي دي.‏


شفیقه ګل وويل، په مړه شوو کې دوه ښځې او دوه تنکي ځوانان شامل دي او په ژوبلو کې يوه ښځه او درې سړي دي، دوی اول د مټې او بيا سېدو شریف ‏روغتون ته منتقل کړل شوي خو د هغه ځای هم پېښور ته لېږل شوي دي.‏


د مټې تحصيل د کالاکوټ تاڼې پوليس چارواکي عزيز احمد وي او اې ډيوه ته وويل، دا يوه رکشه وه چې د کالاکوټ نه اُچاړ نومې ځای ته روانه وه، اته تنه ‏پکې سواره وو، د پوليسو د ابتدايي معلوماتو ترمخه، په رکشه کې تارونو يا وايرنګ اور اخستی او د هغې له امله بيا غورځېدلې نور اور پرې لګېدلی ‏دی، مرګ ژوبله یې اړولې ده.‏


نوموړي هم تاييد کړه چې په رکشه کې څلور تنه ښځې او ماشومان مړه او څلور نور ژوبل شوي دي.‏


هغه وويل، په مړه شوو کې د دوو تعلق د بونېر ضلعې د کلپاڼۍ نومې کلي سره دی او په ژوبلو کې هم دوه تنه د کلپاڼۍ دي، او پاتې نور د اُچاړ کالاکوټ ‏دي.‏


پوليس چارواکي زياته کړه، په رکشه کې سواره کسان د يوې کورنۍ دي. ‏


هغه وويل، د پېښې مقدمه تراوسه نه ده درج شوې کورنيو يې د مقدمې درج کولو نه دي ويلي خو پوليس به یې پلټنې کوي چې د څه وجې اور لګېدلی دی.‏


نزدې ‏‎12‎‏ ورځې وړاندې هم د سوات د مالم جبې په علاقه کې يو فلاينګ ژورې کندې ته غورځېدلی، لږ تر لږه اووه کسان پکې مړه شوي او پينځه نور ژوبل ‏شوي وو.‏


د يادې پېښې په اړه پوليسو ويلي وو، ګاډی د ډرايور د غفلت له امله بې قابو شوی او غورځېدلی وو.‏


پولیس زیاتره په دغو پېښو کې ډرايوران زمه وار ګرځوي او وايي اکثره په غرييزو ګرانو لارو د ډرايورانو د تېزرفتارۍ ، غفلت او د حساب نه سېوا په ‏‏ګاډود وزن بارولو له امله کيږ‎ي.‏


خو ډراېوران بیا وایي د سړ‎کونو د خرابۍ او تنګوالي له امله د مشکلاتو سرہ مخ کيږ‎ي او د حادثو ښکار کيږ‎ي.‏