ډېره اسماعيل خان/کراچۍ — د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا په بر جنوبي وزیرستان سيمه کې په چاودنه کې د یوې کورنۍ د څلورو کسانو د وژنې په سر پیل شوي احتجاج کونکي او ځايي حکومتي چارواکي وايي د دوی تر مینځ خبرې کامیابې شوي د احتجاج کوونکو غوښتنې منل شوي او مړي یې خاورو ته سپارلي.
احتجاج کوونکو د بر جنوبي وزیرستان لدها سیمه کې د پوځي چاوڼۍ مخې ته سره د مړو وروسته له هغې احتجاج پیل کړی وو چې په تنګي بودینزۍ سیمه کې په یو کور کې چاودنه شوې، د یوې کورنۍ څلور کسان پکې وژل شوي او یو ماشومه ژوبل شوې وه.
په وژل شوو او ژوبل کسانو کې مور، پلار او د هغوي درې ماشومان شامل دي. ځایي خلک وايي دا ډرون برید وو چې له هوا څخه کور په هدف کړی شوی خو حکومت یې تاييد یا تردید نه دی کړی.
د سیمې نه د پاکستان تحریک انصاف ګوند د خېبرپښتونخوا صوبايي اسمبلۍ غړي اصف مسيد د اسمبلۍ غونډې ته په وينا کې د پېښې د پلټنو غوښتنه کړې او دعوه یې کړې، دا یو هدفي برید دی چې له هوا څخه پکې دا کور په هدف کړل شوی دی.
هغه ویلي دا کتل پکار دي چې دا ډرون برید د یو کروز میزایل وو او بل دا دغلته په ځایي کچه داغل شوی که د پولې پورې غاړې افغانستان یا بل کوم هیواد نه داغل شوی دی.
د احتجاج یو ګډون وال او په سیمه کې د پي ټي ایم فعال عالمزیب مسید وايي د دوی څلور غوښتنې وې یو دا چې دې پېښه کې وژل شوو کسانو سره دې انصاف وشي. دویمه د ډرون بریدونو مخنيوی او د عملیاتو پرمهال دې عام ولس نه ځورول کیږي.
درېمه، د علاقې نیول شوی یو عام تن چې د پوځ په ولکه کې بندیوان دی هغه دې خوشی کړي او څلورمه دې پېښه کې ککړو کسانو پرضد دې کاروايي وشي.
عالمزېب وویل د علاقې د ملکانانو یوې ډلې چې پکې پوځي او انتظامي افسران شامل وو د حکومت په استازیتوب ننواتې کړې او د دوی ټولو غوښتنو منلو ډاډ یې ورکړی، د هغې وروسته پرلت ختم کړل شوی او مړي خاورو ته سپارل شوي دي.
د انتظامیې د مشر فرمان د دفتر چارواکو وویل د دوی ټولې غوښتنې منل شوي، وژل شوي کسان شهدا پیکج کې شامل کړل شوي او په فوري توګه ورله امدادي مرستې جاري کړل شوي دي.
په ټولنیزو رسنیو او سیاسي ګوندونو لخوا دې پېښې ته سخت غبرګون ویل شوی او دا پېښه یې د ډرون برید په نوم یاده کړې ده.
د سیمې نه قامي پارلیمان پخواني غړي علي وزیر په اېکس (پخواني ټویټر) لیکلي، د بر جنوبي وزيرستان په تنګي بودينزۍ کې تيره شپه د ډرون بريد شوى دى چې پکې دښځو او ماشومانو په ګډون دکور ټول کسان وژل شوي دي.
د ځايي خلکو په وينا ياده اغېزمنه کورنۍ يوه ورځ وړاندې کلي ته د اوړي تېرولو لپاره ورغلې وه.
د سیمې نه د قامي پارلیمان غړي زبېر وزیر چې تعلق یې په صوبه کې د واکمنه ګوند پاکستان تحریک انصاف سره هغه هم د پېښې غندنه کړې ده.
د پي ټي ایم مشر منظور پښتین په اېکس (پخواني ټویټر) دې پېښه کې وژل شوو کسانو عکسونه سره د نومونو او عمرونو خپاره کړي دي.
هغه ویلي په ډرون حمله کې د یو ځايي تن بنات خان د هغه مېرمن رابعه ، 17 کلن زوی شاه زیب خان ، 13 کلنه لور عظمااو څلور کلنه بله لور راج وژل شوي دي. پښتین د برید تور د پاکستان په پوځ پورې کړی دی.
وي او اې په دې اړه د پاکستان د پوځ ویاندې ادارې ای اېس پي ار پېښور څانګې مشر څخه د وټس اېپ د لارې پوښتنه کړې خو تر دې مهال یې څه ځواب نه دی کړی.
په سیمه کې د پولیسو افسر ډي ایس پي هدایت الله وویل د پېښې مقدمه د ترهګرۍ ضد پولیسو سره د ترهګرۍ د مادو لاندې د نامالومه کسانو پرضد درج کړل شوې ده.
هغه وویل د پېښې پلټنې یې پیل کړي دي چې د دغه برید نوعیت څه وو؟ ډرون حمله وه که بل څه له لامل یې وو.
په ټولنیزو رسنیو د کور عکسونه لیدل کیږي چې پکې کور په بشپړه توګه تباه شوی دی.