د سلواکیا لومړی وزیر په ډزو ټپي شوی، روغتیايي حالت یې 'نازک' دی

د سلواکیا لومړی وزیر  په ډزو ټپي شوی، روغتیايي حالت یې 'نازک' دی
له سلواکیا څخه رپوټونه وايي، لومړی وزیر رابرټ فیکو له پلازمېنې براتیسلاوا بهر د کابینې تر غونډې وروسته په ډزو ویشتل شوی او روغتون ته وړل شوی دی.
د سیمه ییزو رسنیو خبر له مخې لومړی وزیر څو ګولۍ لېګدلی او روغتیايي حالت یې نازک دی.
ويل کېږي پوليسو له پېښې وروسته يو تن نيولى دى.