یو شمېر عیني شاهدانو بيبيسي ته ویلي چې چارواکي، د ترکیې په توقیفځایونو او کمپونو کې د زندان ساتونکي له افغان کډوالو او پناغوښتونکو سره ناوړه چلن کوي او دغه افغانان په "غیر انساني او ناوړه" شرایطو کې بندیان دي.
د شمېرو له مخې، ترکیې د ۲۰۲۳ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې تر ۳ زره ډېر افغان کډوال په زوره افغانستان ته شړلي.