نصرالله بلوڅ: مجبور یو د بې درکه خلکو لپاره به اوس د اسمبلۍ د غونډو بهر احتجاجي کېمپ لګوو

نصرالله بلوڅ: مجبور یو د بې درکه خلکو لپاره به اوس د اسمبلۍ د غونډو بهر احتجاجي کېمپ لګوو
کوټه / واشننګټن — په بلوچستان کې د جبري بې درکه بلوڅانو د موندنې تنظیم وایي حکومت د بې درکه کسانو د مسئلې په اوارولو کې سنجده نه دی، وایي اوس مجبور دي چې د صوبایي اسمبلۍ د هرې غونډه په مهال به د اسمبلۍ مخته احتجاجي کېمپ لګوي، خو حکومت وايي ددې لپاره یې هلې ځلې روانې دي.


د کوټې ښار پر عدالت سړک د وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز په کېمپ کې خبري غونډې ته په وینا کې د تنظیم مشر نصرالله  بلوڅ وويل، حکومت تیار نه دی چې په  جبري توګه د بې درکه کړل شوو کسانو ستونځه د ملکي  قوانينو له مخې حل کړي.


نصرالله بلوڅ وایي‌ په ګوادر کې له بريد وروسته يو ځل بيا په بلوچستان کې په جبري توګه د بې درکه  شوو کسانو خلاف د ټولنيزو رسنیو له لارې منفي پروپیګنډه پیل شوې ده.


د مارچ پر 20مه د بلوچستان په ګوادر بندر کې پر امنیتي ځواکونو په بريد کې د وژل شوي کس کريم جان په حقله ويل کېږي چې د ده نوم د بې درکه شوو کسانو  په فهرست کې شامل دی.


د وایس فار بلوڅ مېسنګ پرسنز تنظیم مشر نصرالله  بلوڅ وایي، د کريم جان  نوم د وايس فار مسنګ پرسنز په شمول د بې درکه کسانو په هیڅ يو لیست کې شامل نه وو بلکې هغه پر 23 مې 2022 په جبری توګه بې درکه شوی وو:


 31"جولای 2022 د ترهګرۍ ضد ادارې د چاودېدونکو موادو په تور دده ګرفتاري څرګندونه کړې وه، خو د محکمې له خوا د جبرى بې درکه  کېدو د ناقابل ترديد شهادتونو په سوب د اګست پر 17مه  2022 د عدالت په امر کریم جان خوشي شوی دی، بيا له هغه وروسته کورنۍ دا دعوه نه ده کړې چې هغه بې درکه دى".


نصرالله بلوڅ وويل،‌ سرفراز بنګلزی چې له 15 کالو له مزاحمتي تنظیمونه سره ملګری وو افغانستان ته هم تللی وو، خو اوس حکومت  ته تسليم شوی دى.


وایي تر اوس د جبري بې درکه کسانو په فهرست کې يو هم داسې نوم نه دى ثابت شوی چې په  فراري کېمپونو کې وي يا په افغانستان کې ناست وي. نصرالله  بلوڅ وويل:


"جبري بې درکي او په  جعلي مقابلو کې  د دوى د قتل  سلسلې دې ودرول شي، د ملکي قوانینو په چوکاټ کې د حل کولو لپاره دې د بلوچستان د ټولو سياسي ګوندونو او تنظيمونو سره ليدنه وشي".


د پيپلز پارټۍ مشر بلاول بټو د کوټې د دورې پر مهال و ټولو سياسي ګوندونو ته بلنه ورکړې چې په بلوچستان کې د بې درکه کسانو د مسئلې د حل دپاره د پارليماني کمېټۍ په جوړولو کې همکاري وکړي.


په بلوچستان کې د نوي ایيلافى حکومت مشري د پاکستان پيپلز پارټۍ وزيراعلی سرفراز بګټی کوى. سرفراز بګټي هم په خبري کانفرنس کې د ګډو هڅو له لارې د بې درکه شویو کسانو د ستونزو پر هواري باندې ټینګار کړی او هیله یې څرګند کړې چې پارلماني کمېټۍ به د دې مسئلې د لپاره د حل لارې چارې وړاندې کړي.


حکومت وايي د بلوچستان په ګوادر او په  نورو سيمو کې چې کوم خلک په  عملياتو کې وژل شوي د هغوی نومونه د بې درکه  شوو کسانو په فهرستونه  کې شامل دي.


په بلوچستان کې د پاکستان د بشرى حقوقو د تنظیم مشر حبيب طاهر اېډوکېټ په دې باب وايي "د عدالت په مشر دې خپلواک کمیشن جوړ شي، د بې درکه کسانو مسئله ډېره خطرناکه ده، اوس هم خلک بې درکه کیږي، خو دا پېښې نه رپوټ کېږي".


د بشري حقوقو سازمان وايي کوم څوک چې د حکومت  خلاف اقداماتو کې لاس لري هغه دې ونیول شي، عدالت ته دې وړاندې کړل شي او د چا خلاف چې کوم ثبوت نه شته هغه دې ازاد کړل شي.