غزه کې پر مرستندويه کارکوونکو هوايي ګوزار او منځني ختيځ کې ترينګلتيا - بي بي سي نړۍ دا وخت

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو منلې هغه هوايي ګوزار یې د هېواد وسله والو ځواکونو کړی، چې د یکشنبې/اتوار پر ورځ يې غزه کې اووه مرستندویه کارکوونکي ووژل. ده دا ناقصدي او غمناکه پېښه وبلله خو ویې ویل، جګړه کې داسې پېښېږي. دغو مرستندويه کارکوونکو د نړۍ مرکزي پخلنځي په نامه امريکا مېشتې خيريه ټولنې لپاره کاوه. يوه بله لويه پرمختيا کې د سوریې پلازمېنه دمشق کې د ايران پر کونسلۍ له يوه هوايي ګوزار وروسته، چې ګومان کېږي اسرائيلو کړی وي، تهران د غچ اخيستو ګوتڅنډنه کړې ده. دغه برید کې د ايران سپاه پاسداران، ځواکمن ګارډ دوو جګپوړو قوماندانانو په ګډون اووه کسان وژل شوي دي.

#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht

Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto