د بښنې نړیوال سازمان: په عام محضر کې د اعدام پلي کول د انساني کرامت فاحش سپکاوی دی

اطلاعات روز: د بښنې نړیوال سازمان په غزني کې د طالبانو له لوري د وژنې په تور د دوو کسانو اعدام ته په غبرګون کې له دې ډلې غوښتي چې د اعدام سزا او نورې ټولې ظالمانه، غير انساني او سپکوونکې سزاوې لغو کړي.





په سويلي اسيا کې د بښنې د نړيوال سازمان سيمه‌ييزې مرستيالې مديرې ليويا ساکاردي نن (جمعه، ۴ د کب) په يوه اعلاميه کې ويلي چې دا سازمان د ژوند د حق د نقض په توګه له ټولو اعدامونو سره مخالف دی.





دې ويلي چې طالبانو په ځلونو په علني توګه د اعدام سزا ورکړې چې «د انساني کرامت فاحش سپکاوی، د قوانينو او نړيوالو معيارونو نقض او د نه منلو وړ ده».





ليويا ساکاردي ويلي چې د بښنې نړیوال سازمان بيا – بيا ټينګار کړی چې طالبان بايد ژر تر ژره ټولې سزاوې ختمې کړي او د اعدام سزا او نورې ټولې ظالمانه، غير انساني او سپکوونکې سزاوې لغو کړي.





د دې په وينا، په عام محضر کې اعدام د دې سزا پر ذاتي ظلم زياتونه ده او يوازې کولای شي چې پر قرباني غير انساني اغېز او پر هغو خلګو وحشيانه تاثير ولري چې ننداره يې کوي.





د بښنې نړیوال سازمان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د عادلانه محاکمې د حق خونديتوب هم اندېښمنوونکی بللی.





دې سازمان زياته کړې، وخت را رسېدلی چې نړيواله ټولنه او ملګري ملتونه د طالبانو له لوري د بشري حقونو د ډاګيز نقض له وجې پر دې ډلې فشار راوړي.





د طالبانو سترې محکمې پرون اعلان وکړ چې پر هغو دوو کسانو د غزني ولايت په يوه لوبغالي کې د قصاص حکم پلی شوی چې په وژنې تورن و.





د دې محکمې له اعلاميې سره سم، دا حکم د طالبانو د درې ګونو محکمو تر پرېکړي او هبت الله اخوندزاده تر تاييد وروسته د دې ډلې د يو شمېر چارواکو او خلګو په حضور کې پلی شوی دی.





طالبانو تر دې وړاندې هم دوه ځلې په فراه او لغمان ولايتونو کې په عام محضر کې د قصاص حکم اجرا کړی و.





په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (يوناما) هم له طالبانو غوښتي چې د اعدام سزا دې په بېړنۍ توګه ختمه کړي.





يوناما ويلي چې ملګري ملتونه د اعدام له سزا سره سخت مخالف دي او د ژوند له اساسي حق سره يې ټکر ګڼي.


The post د بښنې نړیوال سازمان: په عام محضر کې د اعدام پلي کول د انساني کرامت فاحش سپکاوی دی appeared first on اطلاعات روز پشتو.