د بشري حقونو د مدافعینو ټولنې هم د بشر ضد جنايت په توګه د جنسيتي اپاریایډ په رسميت پيژندنې غوښتنه وکړه

اطلاعات روز: د بشر حقونو مدافعانو ټولنې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو د هغه وړانديز ملاتړ کړی چې د بشر ضد جنايت په توګه يې د جنسيتي اپارتايډ په رسميت پيژندنې غوښتنه کړې وه. دې ټولنې له دولتونو او نړيوالو بنسټونو غوښتي چې د بشري حقونو دې «وحشتناکې» تخطي ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي او د رسميت پيژندنې لپاره دې يې اغېزناک ګامونه واخلي.





د ملګرو ملتونو کارپوهانو په تازه توګه په يوه ګډه اعلاميه کې د افغان ښځو او نجونو وضعيت ته پاملرنه کړې وه او د بشر ضد جنايت په توګه يې د جنسيتي اپارتایډ په رسميت پيژندنې غوښتنه کړې وه.





دې کارپوهانو ويلي و چې جنسيتي اپارتایډ په ټوله نړۍ کې يو واقعي ګواښ او د ميليونونو نجونو او ښځو لپاره يو ژوندی واقعيت دی، خو اوس مهال په نړيوالو حقوقو کې په صراحت نه دی تدوين شوی.





دوی خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې د طالبانو فرمانونه، سياستونه او تګلارې د ښځو په تړاو د تبعيض، ستم او سلطې بنسټيز شوی سيسټم را منځ ته کوي چې د جنسيتي اپارتایډ معادل دی.





د ملګرو ملتونو کارپوهانو ټينګار کړی و چې د طالبانو حکومت په نړيوالو حقوقو کې د جنسيتي اپارتايډ تدوينول ضروري کړي دي، ځکه دا کار نړيوالې ټولنې ته اجازه ورکوي تر څو پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو بريدونه په ښه توګه تشخيص او ورته رسيدګي وکړي.





د بشر د حقونو ټولنې د پنجشنبې په ورځ (۲ د کب) په خپره کړې اعلاميه کې ويلي چې د يوه مشهود جنايت په توګه د جنسيتي اپارتایډ په رسميت پېژندل د دې لامل کېږي تر څو يې مرتکبين د قوانينو په وړاندې ځواب ووايي او د ښځو پر خلاف له بشر ضد اعمالو ډډه وکړي.





دې ټولنې له مدني بنسټونو، رسنيو، فکر خونو، اکاډميکو بنسټونو او روڼ اندو شخصيتونو غوښتي چې له دې کمپاين سره يو ځای شي او په ملي، سيمه‌ييزه او نړيواله کچه د يوه بشر ضد اقدام په توګه د جنسيتي اپارتایډ د رسميت پيژندنې لپاره فعاليت وکړي.





د بشر حقونو د مدافعانو ټولنې ويلي چې د بشر ضد جرايمو په توګه د جنسيتي اپارتایډ په رسميت پيژندل به مهمې نړيوالې پايلې ولري.





د دې ټولنې په وينا، د بشر ضد جنايت په توګه د جنسيتي اپارتایډ رسميت پيژندنه به د دې لامل شي دولتونه او نړيوال جوړښتونه به د طالبانو له ادارې سره په تعامل کې د بشري حقونو اصول د وړانديني بنسټيز شرط په توګه په نظر کې ونيسي.


The post د بشري حقونو د مدافعینو ټولنې هم د بشر ضد جنايت په توګه د جنسيتي اپاریایډ په رسميت پيژندنې غوښتنه وکړه appeared first on اطلاعات روز پشتو.