Da Pohe Zwak - Episode 69 | د پوهې ځواک - نهه شپیتمه برخه

د پوهې ځواک – د استعدادونو او پوهې سیالي...!
پوهې ځواک د لمر تلویزیون یوازینۍ علمي او سیالیزه خپرونه ده چې د افغانستان په کچه د پوهې، استعداد او علمي شخصیتونو د معرفي کولو لپاره ځانګړې شوې ده.
دا خپرونه نه یوازې ګډونوالو ته د استعداد د ازموینې غوره لار برابروي، ترڅنګ یې هغوی ته دا وخت هم ورکوي چې د خپلې پوهې کچه وازمایي او د بریا لوړو پوړیو ته ورسېږي.
د خپرونې جوړښت:
د پوهې ځواک خپرونه درې پړاوه لري چې هر پړاو یې د ګډونوالو لپاره اړینه ازموینه ده.
د بریا لپاره نه یوازې پوهه، بلکې چټک فکر او د ستونزو د حل وړتیا هم اړینه ده
د دې سیالۍ پایله یوازې د استعدادونو بربنډول نه دي، بریالي ګډونوال ۱۰,۰۰۰ افغانۍ ډالۍ هم ترلاسه کوي.
لومړی پړاو – عمومي پوښتنې:
ګډونوال اړ دي چې په ۱۰ ثانیو کې یې ځواب ووایئ هره ځواب شوي پوښتنه ٥ نومرې لري.
دویم پړاو – څلور ځوابه پوښتنې:
داسې پوښتنې کېږي چې څلور ځوابونه لري، له هرې لوبډلې دوه پوښتني کېږي چې هره پوښتنه لس نومرې لري، د لوبډلې غړي کولی شي د ځواب موندلو لپاره له یو بل سره سلا مشوره وکړي.
درېیم پړاو – انځوریزې پوښتنې
له هرې لوبډلې ٣ انځوریزې پوښتنې کېږي چې د یوه هېواد بیرغ، تاریخي ځای، او نقشې په اړه وي،
لوبډله ٣٠ ثانیې وخت لري څو مشوره وکړي او سم ځواب وړاندې کړي.
د نن شپې پایله..!
په نننۍ سیالۍ کې یوې لوبډلې وکولی شو چې د دې ازموینې په ستونزمن پړاو کې بریالي شي او ۱۰،۰۰۰ افغانۍ وګټي
پوهې ځواک – چیرې چې پوهه، استعداد او بریا سره یو ځای کېږي.

Afghanistan’s most popular Pashto TV which publishes weekly entertainment content on YouTube. Enjoy your time with your favorite Afghan shows on LemarTV YouTube channel.
You can follow our weekly updates on Social Media using the links bellow:
Subscribe: https://bit.ly/3qnNSJq
Instagram: https://bit.ly/3ckucRQ
Facebook: https://bit.ly/3kXDhUo
Twitter: https://bit.ly/3bsXiPy
Subscribe for getting updates on your favorite content when it is published!