په دې ویډيو کې هغه شېبه ګورئ چې د سکي لوبې دوه لوبغاړي هغه کس ژغوري چې ژورې واورې ته په سر وغورځېدلی او پکې نښتی و. دا صحنه د کارسن شمېت په نوم د یوه سړي په ګوپرو کامره کې هغه مهال ثبت شوې چې ده له خپل یوه ملګري سره د امریکا د کالیفورنیا تاهو جهیل سیمې ته څېرمه پر واوره د ښویېدو لوبه یا سکي کوله. د هغوی پام شو چې لږ لرې له واورې د یو چا پښې راوتلې دي چې د سکي ځانګړي بوټان یې پر پښو دي. دوی ژر ورپسې ورغلل او د هغه د ساه تر بندېدو مخکې یې وژغوره. وروسته هغه سړی په خپله د سکي په کولو سره له غره ښکته شو.
#BBCPashto
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
