پېښور: د جومات دننه بمي برید کې مشهور دیني عالم مفتي منیر شاکر اؤ درې کسان نور ژوبل شوي دي

پېښور: د جومات دننه بمي برید کې مشهور دیني عالم مفتي منیر شاکر اؤ درې کسان نور ژوبل شوي دي
پېښور — چارواکي وایي د پېښور په کلیواله سیمه ارمړو کې دمشهور دیني عالم مفتي منیر شاکر په جومات کې یوه بمي چاودنه شوې چې د مفتي شاکر په ګډون پکې څلور کسان ژوبل شوي .
د پېښور پولیس یو چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخستل شي ، ډیوه ته وویل چې دا چاودنه د خالي د ورځې په ماذیګر د پېښور د کلېواله سیمې ارمړ په شګې قلعه کې د مفتي منیر شاکر د جومات په دروازه کې شوې ده.
هغه وویل په چاودنه کې څلور کسان ژوبل شوي چې هغې کې پخپله مفتي منیر شاکر هم شامل دی خو وایي د مفتي منیر شاکر حالت له خطرې بهر دی اؤ یوازې پښه یې یو څه ژوبل شوې ده.
د پېښې سره سم په لویه شمیره کې پولیس اؤ د بمونو شنډونکې ډله د پېښې ځای ته رسېدلې اؤ د پېښې له ځایه یې ثبوتونه راټولولو شورو کړي دي.
مفتي منیر شاکر اؤ درې نور ژوبل کسان د علاج لپاره په سمدستي توګه هسپتال ته رسول شوي دي.
د پېښور د لیډي ریډنګ هسپتال ویاند عاصم خان وي او اې ډیوه ته د نورو دریوؤ زخمیانو نومونه خوشحال،عابد اؤ سید نبي ښودلي دي اؤ ویلي یې دي د هغوي علاج روان دی.
په سمدستي توګه چا ددې پېښې ذمه واري نه ده قبوله کړې .
په دې وروستیو کې د خېبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو د بریدونو تر څنګ جوماتونو کې هم د بمي چاودنو اؤ ځانمرګي بریدونو لړۍ پېل شوې ده اؤ یوه ورځ وړاندې د جمعې په ورځ د جنوبي وزیرستان په اعظم ورسک سیمه کې هم په یو جومات کې چاودنه شوې وه.
په دغه چاودنه کې د جمعیت علماء اسلام (ف) د ضلعي امیر عبدالله ندیم په ګډون څلور کسان ژوبل شوي وؤ.
همدا شان د روانې مارچ په وړومبۍ نټېټه هم د نوښار ضلعې د دارالعلوم حقانیه په جومات کې د جمعې د نمونځ ختمېدو وروسته یو ځانمرګي برید شوی ؤ چې ددغه مدرسې د مرستیال مهتمم اؤ د جمعیت علماء اسلام (س) د مشر مولانا حامد الحق په ګډون پکې نهه کسان وژل شوي اؤ تر ۲۰ زیات نور ژوبل شوي وؤ.
ددغه برید ذمه واري هم چا پغاړه نه وه اخستې اؤ پاکستاني اؤ افغان طالبانو د برید غندنه کړې وه