تر هغه وروسته چې په اوکرايين کې د امریکا له لوري وړاندیز شوي ۳۰ ورځني بېړني اوربند ته کيېف چمتوالی ښکاره کړ، روسیې لا هم خپل غبرګون نه دی په ډاګه کړی.
کریملېن ویلي وو، تر هغه چې د دغو خبرو د پایلو په اړه معلومات ور نه کړل شي، دوی د اوربند د منلو او یا نه منلو په اړه تبصره نه کوي.