د چین او پورتګال د بهرنيو چارو وزیرانو سټراټژيکې خبرې وکړې

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ یي د مارچ په ۲۵مه نېټه په پلازمېنه بېجينګ کې له خپل پورتګالي سيال پاولو رانجل سره يو ځای د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو دوهم ستراتیژیک ډیالوګ ترسره کړ


وانګ يي ويلي، چې چین او پورتګال یو د بل درناوی او ملاتړ کوي‌ او د مکاو مسئلې د مناسب حل لپاره يې له سیاسي پوهې استفاده کړې ده


ده ویلي چې تېر کال د دواړو هېوادونو د رسمي اړيکو د ټينګېدو ۴۵مه کليزه وه، په دې مناسبت د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د پورتګال ولسمشر مارسېلو ريبېلو دسوسا يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه ولېږل او د دوه اړخیزې اړیکې يې بریالۍ او د پرمختیا په حال کې وبللې


 د هغه په خبره، سږکال د چین او پورتګال د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د ټينګېدو ۲۰مه کليزه او د چين او اروپايي ټولنې د رسمي اړيکو د ټينګېدو له ۵۰مه کليزې سره برابر دی


.دی وايي، چين غواړي له پورتګال سره يو ځای د خپلمنځي اړيکو د لا ثابتېدو، بريالي توب او فعالېدو لپاره هڅه وکړي


.وانګ يي زياته کړې، چې چيني شکله عصري کېدل به د پورتګال په شمول د نړۍ ټولو هېوادونو ته ګټې او لوی فرصتونه برابر کړي