پاکستان، هند د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو تورن بولي

پاکستان، هند د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو تورن بولي
واشنګټن — په داسې حال کې چې د سیمې د دوو اټومي قوتونو، هند او پاکستان، تر منځ اړیکې په هندي کشمیر کې د تیرې میاشتې د هندو سیلانیانو تر وژل کیدو وروسته ترینګلې شوې دي، د پاکستان پوځ پر هند تور لګولی چې د پنجشنبې په ورځ یې په پاکستان کې د بې پیلوته الوتکو نوي بریدونه کړي.
د پاکستان پوځ د بې پیلوټه الوتکو په دې بریدونو کې د څلورو سرتېرو د ټپي کیدو خبر ورکړی دی.
د هند د دفاع وزارت له توضیحاتو ورکولو پرته وویل چې دوی په اصل کې په پاکستان کې هوایي دفاعي سیستمونه په نښه کړي دي.
تر دې یوه ورځ مخکې، هند پر پاکستان د توغندیو بریدونه هم وکړل.
د دواړو تر منځ تاوتریخوالي هغه وخت پیل شو چې په اپریل کې یو وسله وال په هندي کشمیر کې ۲۶ تنه چې اکثر یی هندو سیلانیان وو، په یو برید کې ووژل.
هند د دې برید پړه پر پاکستان اچوي. اسلام اباد په دې کې هر ډول لاس درلودل ردوي.
په واشنګتن کې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهار شنبې په ورځ وویل چې هغه غواړي دواړه خواوې دا لانجه سره حل کړي.
هند او پاکستان د ۱۹۴۷ کال راهیسي چې له بریتانیا څخه يې خپله خپلواکي اخېستې، تر اوسه د کشمیر په سر دوه ځلي جګړې کړې دي.