پاکستان د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ۵۳ سیمو کې له طالبانو سره نښتې تایید کړې

پاکستان د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ۵۳ سیمو کې له طالبانو سره نښتې تایید کړې
د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزیر عطاالله تارړ د سې‌شنبې په ورځ تایید کړه، چې طالبانو د بلوچستان په شمال کې ۴۱ او په خیبر پښتونخوا کې په ۱۲ ځایونو بریدونه کړي دي. د هغه په وینا؛ په دغه بریدونو کې ټول‌ټال ۶۷ طالبان وژل شوي دي.