ولې سویلي اسیا کې ډېرې زلزلې کېږي؟

ولې سویلي اسیا کې ډېرې زلزلې کېږي؟
د نومبر ۳مه (د یکشنبې او دوشنبې ترمنځ پر شپه شاوخوا ۱ بجه) د افغانستان په شمال کې مزار‌شریف ښار ته نږدې ۶ اعشاریه ۳ درجې ځواکمنه زلزله وشوه.
دا په داسې حال کې ده چې همدا دوه میاشتې مخکې د ریښتر په کچه ۶ درجې زلزلې د افغانستان ختیځ ځپلی او پر پراخې ویجاړۍ سربېره یې له ۲۲۰۰ ډېر کسان وژلي وو.‌
په تېرو څو لسیزو کې یوې زلزلې هم په افغانستان کې دومره ډېر خلک نه وو وژلي.
تېرو اوونیو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د زلزلو څو نور کوچني ټکانونه هم احساس شوي.