پېښور — د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ښاغلي محسن نقوي د سینیټ قایمه کمیټۍ ته ویلي په ملک کې د ترهګرۍ ترسره شوؤ وروستیو پېښو کې زیاتره هغه ترهګر ککړ دي چې د عمران خان په تېر حکومت کې د یو تړون له مخې له زندانونو خوشې کړل شوي وؤ.
محسن نقوي وایي، دغه پرېښودل شوي خلک اوس په افغانستان کې ناست دي اؤ له هلته نه پاکستان کې ترهګري کوي.
د عوامي نیشنل ګوند مرکزي مشر ایمل ولي خان تېره اوونۍ سینیټ ته پخپله وینا کې ویلي وؤ د عمران خان په تېر حکومت کې ۱۰۲ خطرناک ترهګر د هغه وخت د صدر عارف علوي په لاسلیک له زندانونو خوشې کړل شوي وؤ اؤ ملک ته په زرګونو وسله وال بېرته راستانه کړل شوي وؤ.
محسن نقوي د سینیټ د کورنیو چارو قایمه کمیټۍ ته ویلي چې افغانستان کې د ټي ټي پي وسله وال په پراخه توګه راجمع کیږي اؤ ترهګر د افغانستان له خاورې پاکستان کې کارروایۍ کوي.
هغه وویل په خېبر پښتونخوا صوبه کې د خفیه اطلاعاتو په بنیاد د ترهګرو په ضد کارروایۍ کیږي اؤ چرته چې هم د ترهګرو د شتون اطلاع وي امنیتي ځواکونه هلته عملیات کوي.
د بلوچستان د وروستیو ترهګریزو بریدونو په اړه د کورنیو چارو وزیر وویل، دغه بریدونه وسله والو تنظیمونو په ګډه کړي وؤ.
په 26 اګست بلوچستان کې وسله والو په امنیتي ځواکونو اؤ عامو خلکو پرله پسې خونړي بریدونه کړي وؤ چې په دغو بریدونو کې د 14 پوځيانو په ګډون تر 70 زیات کسان وژل شوي وؤ.
بلوچ لبریشن ارمي د دغو بریدونو ذمه واري پغاړه اخستې وه اؤ دعوه یې کړې وه چې په بریدونو کې یې 130 پوځيان وژلي خو ازادو سرچینو د بي ایل اې ددې دعوې تصدیق نه ؤ کړی.
محسن نقوي وویل بلوچستان کې د ایف سي په کیمپ شوی برید دومره سخت اؤ زورور ؤ چې ددغه ودانۍ ۱۴ پوړونه دي اؤ په ۱۴ واړه پوړونو کې ډزې روانې وې خو هغه وویل "زمونږ ځواکونو د هغوي(وسله والو) مقابله وکړه، که چرې هغوي دننه ننوتلي وای نو خدانخواسته زیان نقصان کیدای شو"
ښاغلي محسن نقوي د سینیټ کمیټۍ ته واضحه کړې ده چې حکومت په بلوچستان کې هیڅ پوځي عملیات نه کوي.
تېره اوونۍ د عوامي نیشنل ګوند مرکزي مشر سینیټر ایمل ولي خان د پارلیمان غونډې ته د وینا په وخت د ریاست په پالیسو سختې نیوکې کړې وې اؤ ویلي یې وؤ د هغو خلکو په ضد دې مقدمې وچلول شي چې ترهګر یې له زندانونو خوشې کړي وؤ.
ایمل ولي خان غوښتنه کړې وه چې د پخواني وزیراعظم عمران خان، د پخواني صدر عارف علوي، د آي ایس آي د پخواني مشر جنرال فېض حمید اؤ د پښتونخوا د پخواني وزیر اعلا محمود خان خلاف د پلټنو لپاره دې یوه کمیټي جوړه کړی شي چې د کومو غرضونو لپاره یې ترهګرو سره مذاکرات کول، هغوي یې ملک ته راستنول اؤ بندي ترهګر یې خوشې کول.
د ګل یا دوشنبې په ورځ ورځ د کورنیو چارو وزارت قامي اسمبلۍ ته پخپل وړاندې کړل شوي رپورټ کې ویلي وؤ چې په ملک کې د امنیت وضعه پرله پسې د خرابېدو په لوري روانه ده.
د کورنیو چارو د وزارت لخوا پارلیمان ته په لیکل شوي ځواب کې ویل شوي وؤ چې په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان کې د امنیت په اړه ګواښونو کې زیاته اضافه شوې ده.
په حکومتي ځواب کې ویل شوي وؤ چې د تېر یوکال په مهال ګرد هیواد کې د ترهګرۍ 1514 پېښې رامنځته شوي اؤ په دې پېښو کې 572 امنیتي عسکر وژل شوي اؤ 1292 نور ژوبل شوي دي.
پارلیمان ته ویل شوي وؤ چې په ترهګریزو بریدونو کې 358 عام وګړي هم وژل شوي اؤ ددې تر څنګ 700 نور ژوبل شوي دي.
پارلیمان ته وړاندې کړل شوؤ تفیصلاتو کې ویل شوي چې د کال 2023م د جنورۍ میاشتې نه تر دسمبر میاشتې پورې د ترهګرۍ پېښو کې ټول 2922 کسان وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.
د کورنیو چارو د وزارت د شمېرو له مخې په خېبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ په دې پېښو کې 402 امنیتي عسکر وژل شوي اؤ 1054 نور ژوبل شوي دي.
دغه شمېرې ښیي چې تېرکال پښتونخوا کې د ترهګرۍ ترسره شوؤ پېښو کې 178 عام وګړي هم وژل شوي.
د حکومتي شمیرو له مخې بلوچستان کې د تېر یو کال په مهال د ترهګرۍ 626 پېښې مخې ته راغلي اؤ په دې پېښو کې 148 امنیتي عسکر وژل شوي اؤ 198 نور ژوبل شوي.
همدا شان بلوچستان کې په دغو ترهګریزو بریدونو کې 167 عام وګړي وژل شوي اؤ 279 ژوبل شوي دي.
په سیند صوبه کې بیا په یو کال کې د ترهګرۍ د رامنځته شوؤ پېښو شمیره 19 ښودل شوې اؤ په پنجاب کې بیا د ترهګرۍ رامنځته شوؤ اتوؤ پېښو کې 11 امنیتي عسکر وژل شوي اؤ 9 ژوبل شوي دي.
خو داخله وزارت ویلي چې تېرکال په پلازمینه اسلام کې بیا د ترهګرۍ یوه پېښه هم مخې ته نه ده راغلې.
پاکستان کې د څېړنې او امنيتي مطالعې مرکز سېنټر فار ریسرچ اېنډ سیکيورټي سټديز نومې غېر دولتي ادارې (پيکس) پخپل تازه رپورټ کې ویلي د روان کال 2024م په اتوؤ میاشتو کې هم په ګرد هیواد کې وسله والو 640 بریدونه کړي چې 757 کسان وژل شوي اؤ 733 ژوبل شوي دي.
پېکس پخپل رپورټ کې تېره د اګست په میاشت کې په بلوچستان کې د ترهګرۍ پېښې په غیر معمولي ډول زیاتې شوي خو په خېبر پښتونخوا صوبه اؤ دملک نورو برخو کې په دې میاشت کې د ترهګرۍ پېښو کې کمی لیدل شوی دی.