طالبانو د تقاعد شویو کسانو لپاره د نوبت ورکولو انلاین اپلېکېشن پیل کړ

طالبانو د تقاعد شویو کسانو لپاره د نوبت ورکولو انلاین اپلېکېشن پیل کړ
د طالبانو د مالیې وزارت اعلان کړی، چې د تقاعد شویو کسانو لپاره یې د نوبت‌ ورکولو یو نوی انلاین سیسټم (اپلېکېشن) فعال کړی دی.

یاد وزارت له تقاعد شویو غوښتي، چې تر دې وروسته د انلاین نوبت له اخیستو پرته دې دغه ادارې ته له ورتګ څخه ډډه وکړي.