امریکا یو ځل بیا پر ایران "پراخ او پیاوړي" بریدونه کړي او ویلي یې دي چې دغه ګام په هرمز تنګي کې پر درېیو سوداګریزو بېړیو د بریدونو په ځواب کې اخیستل شوی دی.
د امریکا پوځ مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) وايي"د دغو زورورو بریدونو لړۍ" د دې لپاره پیل شوې چې ایران ته په هرمز تنګي کې د سوداګریزو بېړیو هدف ګرځول او پر هغو بریدونه "ګران" پرېوځي.
امریکا پر دغو پوځي اقداماتو سربېره ایران ته د تېلو د پلور له بندیزه د لنډمهاله معافیت د لغوه کېدو اعلان هم کړی.
تهران دواړه ګامونه د دوی او واشنګټن ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې خلاف بللي.
