د هوا پوهنې ادارې په ۲۱ولایتونو کې د شدید باران، تېزو بادونو او سېلابونو اټکل کړی

د هوا پوهنې ادارې په ۲۱ولایتونو کې د شدید باران، تېزو بادونو او سېلابونو اټکل کړی
د طالبانو د هوا پوهنې ادارې خبر ورکړی، چې د هېواد په ۲۱ولایتونو کې د روانې وري میاشتې تر ۱۹مې نېټې پورې د شدیدو بارانونو، تېزو بادونو، تالنده برېښنا او د سېلابونو د راوتو اټکل شوی دی.

همدا راز ویل شوي چې په مرکزي او سویل ختیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو د پېښېدو اټکل هم شوی دی.