د ارجنټاین پېژندل شوي ستوري لېونل مېسي د فوټبال په روان نړیوال جام کې له مصر سره د خورا سختې سیالۍ وروستیو دقیقو کې د یو ګول وهلو او د بل ګول د پاس اچولو سره خپله لوبډله له یوې حتمي ماتې راګورځوله.
د ۱۶ مخکښو لوبډلو په دې زړهپورې سیالۍ کې ارجنټاین تر نږدې ۸۰یمې دقیقې دوه ګوله شاته وو، خو تر ۹۲ دقیقې یې یو بل پسې ۳ ګولونه وکړل او سیالي یې د دوو پر وړاندې په درېیو ګولونو وګټله.
