د بند سزا او جریمې ـ پاکستان کې به جعلي خبرونو سره مبارزه کې مرسته وکړي؟ ـ بي بي سي

د پاکستان پارلمان د بریښنايي جرمونو د مخنیوي یا (پرووېنشن اوف اېلکترانیک کرایمس اکت) اړوند داسې نوی قانون تصویب کړی چې موخه یې په دغه هېواد کې د خواله رسنیو د فعالیت کنترول دی. د ولسمشر اصف علي زرداري له لورې د لاسلیک شوي او منل شوي دغه قانون له مخې به هغه کسان چې جعلي خبرونه خپروي، د درې کاله بند او دوه میلیونه روپيو جریمې سزا سره مخامخېږي. د دغه قانون له مخې به د خواله رسنیو د څار یوه داسې اداره جوړېږي چې ټولې ټولنیزې رسنۍ به ورسره ثبت او راجېستر وي. خو د خبریالانو د اتحادیو او ټولنو سربېره د سیاسي ګوندونو مشرانو هم د دغه قانون مخالفت کړی دی.

#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht

Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto