د روسیې سوداګرۍ خونې چارواکو ویلي، افغانستان کې د طالبانو حکومت غواړي په کلني ډول له روسیې د نفتي توکو اوږدمهاله پېرودو کچه دوه میلیونه ټنو ته لوړه کړي چې نیمه برخه به یې مایع ګاز او پاتې نور به یې پټرول او ډیزل وي. د روسیې د سوداګرۍ خونې مشر هیله څرګنده کړې دغه تړون به د کازان فورم څنډه کې چې راتلونکې میاشت کېږي، د روسیې له ځينو لویو شرکتونو سره لاسلیک شي. د رپوټونو له مخې له روسیې افغانستان ته د تېلو صادرات تېر کال شل سلنه زیات شوي او د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، تېر ۲۰۲۵ کال کې د څه باندې ۴۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۶۵۰ زره ټنه تېل افغانستان ته وارد شوي دي. د اقتصادي چارو شنونکو په باور په دومره ډېره کچه له روسیې د تېلو او ګازو وارداتو لپاره اوږدمهاله تړون د بازار ثبات لپاره ګټور بولي خو وايي پر یوه هېواد ډېره تکیه ستونزې هم رامنځته کولی شي. نجما ځلا دا او د سود او سودا ډېر نور خبرونه د "اقتصاد" دې ګڼه کې راغونډ کړي دي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto
