'افغانستان کې بې‌روزګارۍ او اقتصادي کړکېچ ښځې او ماشومان ډېر اغېزمن کړي'

'افغانستان کې بې‌روزګارۍ او اقتصادي کړکېچ ښځې او ماشومان ډېر اغېزمن کړي'
د خوړو نړیوال پروګرام ډبلیو اېف پي وايي په افغانستان کې د بې روزګارۍ او اقتصادي بحران اغېزې تر نورو پر ماشومانو او ښځو ډېر جوتې دي؛ ځکه چې ورسره د ماشومانو او ښځو ترمنځ خوارځواکي ډېره شوې ده. په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو اړوندې ادارو وايي چې یوازې څه باندې درې میلیونه کم ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي د طالبانو حکومت کې د عامې روغتیا وزارت ویلي کلک هوډ لري چې د هېواد په هره سیمه کې د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه جوړ کړي او وايي وار دمخه یې ۲۲۰۰ دغسې مرکزونه جوړ کړي دي.